نړیوال کریکټ

ډيوین براوو ټپي شو او د هغه پرځای شیفرډ لوبډلې ته راستون شو

د ډيوین براوو په نشتون کې به روماریو شیفرډ د نیوزیلنیډ کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د ویسټ انډيز په ګټه ولوبیږ، ډیوین براوو د هندوستان په تجارتي سیالیو کې د خپې د ژور ټپ له امله تیره ورځ د دې لیګ سره مخاښه وکړه، او نن ویسټ انډیز کرکرکټ بور‌ډ خپله لوبډله هم اعلان کړه چې پکې د براوو پرځای شیفرډ ته جانس ورکول شوې دی.

ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله به په نیږدي راتلونکې کې د نیوزیلینډ سره درې شل اوریزه او دوه ټيسټ لوبې ترسره کړي.

د ویسټ انډيز په لوبډله کې کیرون پولارډ لوبډلمشر، پیبین الین، روماریو شیفرډ، شیلډن کوټرایل، انډر فلیکچر، شیمرن هيټماېر، برینډن کینګ، کایل مایرز، رومن پاول، کیمو پال، نیکولاس پوران، اوشاین توماس، هیډن والش، او کیسریک ویلمس، شامل لوبغاړي دي دا سکواډ ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو لپاره د نیوزیلینډ خلاف اعلان کړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې