نړیوال کریکټ

هند او اسټرالیا ترمنځ د لوبو مهالویش خپور شو

ټاکل شوې هندوستان کرکټ ملې لوبډلې د دریېو شل اوریزه، دریېو یو ورځنیو او څلور ټیسټ لوبو لپاره اسټرالیا هیواد ته سفر وکړي.

تازه د دې لوبو د پیل نیټه په ډاګه شوه، چې لومړی به د شل اوریزه ورپسی به د یو ورځنیو او په اخیره کې به د ټیسټ لوبو لوبلړي ترسره شي.

په پیل کې به د ډیسمبر په ۴مه نیټه لومړۍ شل اوریزه لوبه، په ۶مه دوهمه شل اوریزه لوبه او په ۸مه نیټه بیا دریېمه شل اوریزه لوبه ترسره کیږي.

د دې ترڅنګ به لومړۍ یور وځنۍ لوبې د نومبر په ۲۷مه، دوهمه یو ورځنۍ لوبه د نومبر میاشتې په ۲۹ او دریېمه یو ورځنۍلوبه بیا د ډيسمبر مایشتې په لومړۍ نیټه ترسره کیږي.

همدارنګه به بیا د ټیسټ لوبو لړي پیل شی، چې لومړۍ ټیسټ لوبه د ډیسمبر میاشتې د ۱۷مې څخه بیا تر ۲۱مې نیټي پوري، دوهمه ټیسټ لوبه د ډيسمبر میاشتې له ۲۶مې څخه بیا ۳۱مې نیټي پوري، د دې ترڅنګ به بیا دریېمه ټیسټ لوبه د جنوری میاشتې له ۷مې څخه بیا تر ۱۱مې نیټي پوري او په اخیره کې به بیا څلورمه ټيسټ لوبه د جنوری میاشتې له ۱۵مې څخه بیا تر ۱۹مې نیټي پوري ترسره شي.

د اسټرالیا کرکټ بورډ د دې لوبو لپاره پر چمتوالي کار روان کړی دي.

هندي لوبغاړي به د ورتګ سره سم ۱۴ ورځي په اسټرالیا هیواد کې د قرنطین موده تیروي او ټول موارد به تطبیقوي.

د دې ټولو لوبو کوربتوت اسټرالیا ملې لوبډله کوي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې