افغانستان کریکټلیګونهنړیوال کریکټ

راشد د اډيليډ سټرايکرز سره د لوبيدو تړون لاسليک کړ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشد خان ارمان د استرالیا په بیګ باش لیګ کې د اډیلیډ سټرایکرز لوبډلې سره د لوبیدو تړون لاسلیک کړ.

که څه هم د راشد د اخیستلو لپاره نورې لوبډلې هم لیواله وي خو نوموړی اډیلیډ ټیم ته وفادار و او د بیا ځل لپاره یې هم ورسره د لوبیدو تړون وکړ.

راشد تراوسه د اډیلیډ سټرایکرز لوبډلې لپاره ۴۰ لوبو کې لوبیدلی او د ۵۶ څخه پورته ویکټې یې ترلاسه کړي دي،همدا شان یې په ۲۷ اننګزو کې ۲۵۳ منډې هم جوړي کړي وي.

راشد ویلي، زه ډېر خوښ یم چې په بیګ شاه سیالیو کې مې بیا هم د خپلې لوبډلې سټرایکرز سره د لوبیدو تړون لاسلیک کړ.

د اډيلیډ سر روزونکې جیسن ګلیسپي ویلي، زمونږ د لوبډلې لپاره راشد خان ارمان یو ګټونکی لوبغاړی دی، او هغه د نړۍ یو با ارزښته کرکټر دی چې زمونږ لوبډله ورته زیاته اړتیا لري.

یاده دې وي چې بیګ باش لیګ به د ۲۰۲۰ م کال د ډیسمبر په دوهمه اونۍ کې پيل شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې