دلوبغاړو په اړهلیګونه

راشد خان هم بیګ باش لیګ کې له اډلېډ لوبډلې سره تړون لاسلېک کړ

د بیګ باش لیګ چې تمه ده په راتلونکې ډېسبمر میاشت کې پیل شي. تر دې دمه پورې پکې د دوو افغان لوبغاړو محمد نبي او راشد خان په ګډون اووه بهرنیو لوبغاړو تړونونه لاسلېک کړې دي. 

د شل اورېزو لوبو غوره سوکه توپ اچوونکي راشد خان ارمان یو ځل بیا له خپلې لوبډلې اډلېډ سټراېکرز سره تړون لاسلېک کړ او له یادې لوبډلې سره په یو ځای کېدو یې خوښي څرګنده کړې ده. 

همدغه راز د اډلېډ لوبډلې روزونکي راشد خان ارمان د یادې لوبډلې لپاره یو کلیدي او مهم لوبغاړی یاد کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د ده په څېر لوبغاړی به اډلېډ لوبډله ونه مومي. 

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه پورې د یادو سیالیو کره نیټې او مهالویش په ډاګه شوی نه دی. او تمه کېږي چې دا لوبې ډېسمبر میاشت کې ترسره شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې