دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

ډیوین براوو هم له آی پي ایل سیالیو څخه لاس په سر شو

د چينای سوپرکینګز لوبډله په روان آی پي ایل سیالیو کې له بد بحران سره مخ ده، دوی تراوسه په دې لیګ کې سختې ماتې وخوړلي او لامل یې د ایم ایس ډوهني بیکاره لوبډلمشرې په ګوته شوې.


اوس تازه په یو خبر کې راغلي چې ویسټ انډیزی الراونډر چې د چینای سوپر کینګز په ګټه لوبيږي د خپې د ژور درد له امله د پاتې لوبو څخه بي برخې شو.


کاسي ویس وانتن د چينای لوبډلې اجریه رییس دی او نوموړي نن رسماً دا خبر تاید کړ چې ډيوین براوو به په راتلونکو څلورو لوبو کې ونه لیدل شي.


د یادولو وړ ده چې ډیون براوو د ډهلي کيپټلز لوبډلې پر وړاندې درې اورونه ترسره کړل او د څلورم اور د ترسره کیدو هیڅ توان یې نه درلود، نو له همدې امله نوموړي ته د اوږد استراحت وخت ورکول شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې