دلوبغاړو په اړهلیګونه

څلورم هندي لوبغاړي هم په IPL سیالیو کې پنځه زره منډي بشپړي کړې

د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې او په آی پي ایل سیالیو کې د ډهلي کپټلز پیاوړي توپوهونکي شکر داوان په اې پي ایل سیالیو کې ۵۰۰۰ منډي پوري کړې.

یاد لوبغاړي څلورم هندی لوبغاړی شو، چې په یادو سیالیو کې یې پنځه زره منډي پوره کړی.

هغه د آی پي ایل د روان لیګ په ۳۸مه لوبه کې پرون ۱۰۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او په یاد لیګ کې یې خپلې منډې ۵۰۴۴ ته ورسولې.

په دې سره شکرداوان څلورم هندی او په عموم کې پنځم لوبغاړی شو، چې په آی پي ایل کې خپلې منډې تر ۵ زره پورته کوي.

تر دې مخکې په IPL سیالیو کې سوریش رانا، ویرات کوهلی، روهیت شرما، ډيویډ وارنر او اوس شکر داوان دا هغه پنځه لوبغاړي دې، چې په دې لوبو کې یې ۵۰۰۰ منډو پوره کړی.

اوس په هند غوره لیګ سیالیو کې د پنځو زرو منډو د جوړولو په لیست کې ویرات کوهلی د ۵۴۳۰ منډو په کولو سره په لومړی، سوریش رانا د ۵۳۶۸ منډو په کولو سره دوهم ، روهت شرما د ۵۱۵۸ منډو په کولو سره په دریېم ځای کې، شکرداوان د ۵۰۴۴ منډو په کولو سره د جدول په څلورم ځای کې، او ډيویډ وارنر بیا د ۵۰۳۷ منډو په کولو سره د جدول په پنځم ځای کې شتون لري.

 ویرات کوهلی دې ریکارډ ته په ۱۸۰ لوبو کې ځان رسولی، چې په دې کې ۵ سلیزي او ۳۶ پنځوسیزي شاملي دي.

د دې ترڅنګ سوریش رانا بیا دې ریکارډ ته په ۱۹۳ لوبو کې ځان رسولي، چې پکې یوه سلیزه او ۳۸ پنځوسیزي شاملي دي.

د ممبی لوبډلې لوبډلمشرروهت شرما دې ستر ریکارډ په ۱۹۲ لوبو کې ځان ورسوي، چې تر دې دمه پوري یې یوه سلیزه او ۳۸ پنځوسیزي وهلي دي.

وارنر یاد ریکارډ ته په خپله ۱۳۵مه لوبه کې ځان رسولي، چې پکې څلور سلیزي او ۴۶ بیا پنځوسیزي شاملي دي.

او اوس شکر داوان دې ستر ریکارډ په خپله ۱۶۹مه لوبه کې ځان ورساوه، چې پکې ۲ سلیزي او ۳۹ بیا پنځوسیزي شاملي دي.

ویرات کوهلی، روهت شرما، ډيویډ وارنر، سوریش رانا او شاکر داوان هغه پنځه لوبغاړي دي، چې په هندوستان غوره لیګ سیالیو کې یې پنځه سره منډي تر سره کړي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې