افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

نبي له میلبورین لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي محمد نبي عیسی خيل په بیګ باش لیګ کې د میلبورین رینګیډز لوبډلې سره د لوبیدو تړون لاسلیک کړ.

دا پړاو په ۲۰۲۱ م کال کې د استرالیا په هیواد کې ترسره کیږي چې ګڼ شمير بهرني لوبغاړي پکې د مختلفو لوبډلو سره لوبیږي.

د دې لوبډلو څخه یې یوه هم میلبورین رینګیډز لوبډله ده چې د محمد نبي عیسی خيل سره یې د راتلونکې لسم فصل د لوبیدو تړون لاسلیک کړ.

دا به د محمد نبي څلورم وار وي چې د دې لوبډلې سره لوبیږي، نوموړي تر دې دمه دې لوبډلې ته ۲۷ لوبې ترسره کړي او ۲۱ ویکټې یې هم ترلاسه کړي دي.

محمد نبي ویلي، زه ډېر خوښ یم چې د میلبورین لوبډلې سره د څلورم ځل لپاره تړون لاسلیک کوم، همدا شان د میلبورین لوبډلې مشر روزونکې مایکل کلیګز ویلي، نبي ارزښتناکه لوبغاړی دی،نوموړی په هرو سختو حالاتو کې توپ اچونه او توپ وهنه ترسره کولي شي،مونږ په میډل ارډر کې یو ښه لوبغاړي ته ضرورت لرو چې د نبي نه بل غوره لوبغاړی نشته،،

د یادلو وړ ده چې د کرونا په شدید ماحول کې د محمد نبي عیسی خيل سره تړون لغوه شوې و خو نن ورسره رسماً بیا تړون لاسلیک شو او په ۲۰۲۱ م کال کې به په لسم پړاو کې د میلبورین په ګټه ولوبیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې