دلوبغاړو په اړهلیګونه

د نیکولاس پوران په زړه پوري توپوهني پنجاب لوبډلې ته بریا ورپه برخه کړه

د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې تیر ماښام ډهلی کپټلز لوبډله د کنګز الیون پنجاب لوبډلې پروړاندي د میدان ډګر ته کښته شوې، چې پنجاب د پنځو ویکټو په توپیر ډهلی ته ماتې ورکړه.

د یادې لوبډلې لپاره نیکولاس پوران پزړه پوري توپوهنه ترسره کړه او لوبډله یې بریا ته ورسوله.

پوران په پرونۍ لوبه کې په ۲۸ توپونو باندي تیزي ۵۳ منډي وکړې.

په پیل کې توپوهنه د ډهلی لوبډلې وکړه دې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۴ منډي وکړې او د پنجاب ته یې د ۱۶۵ منډو هدف وټاکې.

د ډهلي لوبډلې لپاره تر ټولو ډيري منډي ۱۰۶ شکر داوان او ۱۴ لوبډلمشر ایر وکړې.

په توپ اچونه کې د پنجاب لوبډلې ته محمد شامي دوه، جیمس نیشم او ګلین مکسویل بیا یوه-یوه ویکټه واخیسته.

د دوهمې پاڼي له پیل سره سم پنجاب لوبډلې ډير ښه پیل وکړ، دې لوبډلې ټاکل شوې د ۱۶۵ منډو هدف د لوبې په ۱۹ اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړه او په دې سره یې د پنځو ویکټو په توپیر ډهلی لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د پنجاب لپاره نیکولاس پوران ۵۳ منډي، ګلین مکسویل ۳۲ او کریس ګیل ۲۹ منډي جوړي کړې.

د ډهلی لوبډلې ته کجیسو رباډا دوه، اکسر پټیل او رویچندرن ایشواین یوه-یوه ویکټه ترلاسه کړه.

که څه هم ډهلی لوبډلې پرونۍ لوبه له لاسه ورکړه خو د یادې لوبډلې څخه شکر داوان د لوبې غوره لوبغاړي وټاکل شو، چې د خپلي لوبډلې لپاره یې ۱۰۶ ناسوځېدلي منډي جوي کړي وي.

ټاکل شوې د یادو سیالیو په لړ کې نن کلکته نایټرایډرز د رویال چلنجر بنګلور پروړاندي لوبه ترسره کړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې