افغانستان کریکټولایتي سیالۍ

د غازي امان الله خان جام سیالیو پایلوبه!

ټاکل شوې سبا د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام سیالیو پایلوبه د امو او میس عینک کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

یاده لوبه چې یو ورځنۍ لوبه ده د کندهار په عمومي کرکټ لوبغالی کې سبا سهار ترسره شي.

د امو لوبډلې لوبډلمشر جاوید احمدي او د میس عینک لوبډلې لوبډلمشر رحمان الله ګربز د یادو سیالیو لپاره د پوره چمتوالي خبره کوي او دواړو لوبډلمشرانو د يادو سیالیو د پایلوبي ګټلو دعوه کوي.

د یادو لوبو په لړ کې تیره ورځ میس عینک په ایلیمینېټر لوبه کې بند امیر لوبډلې ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبي ته یې لاره پیداکړه.

په پیل کې د لوبې پچه مس عینک لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچوني پریکړه وکړه.

 بند امیر لوبډلې د لوبې په ۳۳،۱ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۹ منډې جوړې کړې او میس عینک لوبډلې ته یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

د دوهمې پاڼي له پیل سره سم میس عینک لوبډلې ډیر ښه پیل وکړ دې لوبډلې د بندامیر ورکړل شوې هدف پوره کړ.

مس عینک لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په ۳۷،۳ اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او بندامیر ته یې د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکولو سره د روانو سیالیو پایلوبې ته لار ومونده.

د یادولو وړ ده چې د غازي امان الله خان یو ورځنیو سیالیو پایلوبه سبا پنجشنبه په کندهار کرکټ لوبغالي کې د مس عینک او امو لوبډلو ترمنځ تر سره کیږي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې