دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د ریکشا وان زوی نن په آی پي ایل لوبو کې نوې ریکارډ جوړ کړ

د هندوستان په تجارتي سیالیو کې نن د بنګلور او کلکته نايټ رایډرز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، په یاده لوبه کې لومړۍ توپ وهنه کلکتې لوبډلې وکړه دوی په ټاکلي شل اورونو کې یوازې ۸۳ منډې جوړي کړي.

په دغه لوبه کې د بنګلور لپاره مسلمان لوبغاړي محمد سراج بهترینه توپ اچونه ترسره کړه نوموړي په لومړي دوه اورونو کې هیڅ کومه منډه ورنکړه او دوه لوبغاړي وسوځول چې دا یې د روان کال لومړنی ریکارډ و چې په خپل نوم یې ثبت کړ، سراج همدا شان په څلورو اورنو کې ۸ منډې ورکړي او درې لوبغاړي نیتیش رانا، ټام بینټون، او راهول ټریپاټي له مخې پورته کړل.

محمد سراج د لومړي ځل لپاره په داسي وختونو کې په آی پي ایل لیګ کې واخیستل شو چې پلار یې د ریکشې سورلي کوله.

د یادولو وړ ده چې بنګلور لوبډلې د کلکتې ورکړل شوی هدف په ۱۴ اور کې په دېرې اسانۍ پوره کړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې