دلوبغاړو په اړهلیګونه

حیدراباد ممکن په ډير احتمال سره محمدنبی په راتلونکی لوبه کې ولوبوی

د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې راتلونکی لوبه د رویال راجیستان سره د میدان ډګر ته کښته کیږي، چې په ډیر احتمال سره به محمدنبی هم په یاده لوبه کې ولوبیږي.

حیدراباد لوبډلې پر خپل رسمې فیسبوک پاڼي د محمدنبی یو انځور خپور کړې او ورسره یې لیکلي دې، چې د غټونو شاټونو ولسمشر بیا راګرځي.

په ۲۰۲۰م کال کې آی  پی ایل سیالیو کې حیدراباد لوبډلې په یوه لوبه کې محمدنبی ته چانس ورکړ.

محمدنبی له ۲۰۱۷م کال راهیسي د یادې لوبډلې سره لوبېږي، چې تر اوسه پوري یې ۱۴ لوبې ترسره کړي دي.

نبی په ۱۴ لوبو کې ۱۴۶ منډي کړي دي، چې په یوه لوبه کې یې ډيري منډي ۳۱ دي.

د توپ اچونی په برخه کې یې بیا په ۱۴ لوبو کې ۱۱ ویکټي اخیستې دي، چې په یوه لوبه کې یې ښه توپ اچونه د ۱۱ منډو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو سوځول دي.

حیدراباد لوبډلې تر دې دمه پوري نهه لوبې ترسره کړي، چې په دې لوبو کې یې ۳ ګټلي او ۶ یې بیا بایللي دا لوبډله اوس د شپږو نمرو په درلودلو سره د جدول په اووم ځای کې شتون لري.

بل لوري ته بیا راجیستان لوبډلې لس لوبې ترسره کړي دي، چې په لسو لوبو کې یې ۶ بایللي او ۴ یې بیا ګټلي دي یاده لوبډله د اتو نمرو په خپلو سره په شپږم ځای کې قرار لري.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې