نړیوال کریکټ

جنوبي افریقا او انګلستان کرکټ ملي لوبډلې درې شل اوریزه او درې پنځوس اوریزه لوبې ترسره کوي

د جنوبي افریقا کرکټ بورډ ومنله چې انګلستان کرکټ ملي لوبډلې سره به د راتلونکې نومبر میاشتې په ۲۷ نيټه د سیالیو پیل وکړي.

په دې سیریز کې چې د جنوبي افریقا هیواد په کوربتوب به ترسره کيږي درې شل اوریزه او درې پنځوس اوریزه لوبې شاملي وي.

انګلستان کرکټ ملي لوبډله به د نومبر په ۱۶ نيټه د جنوبي افریقا کيپ ټاون ښار ته رسمي سفر ترسره کړي، هلته به د لس ورځنې قرنطین په موخه ویني یارډ هوټل کې ځای په ځای شي او له هغه ورسته به د نومبر میاشتې په ۲۷ نيټه خپله لومړنۍ لوبه ترسره کړي.

انګلستان کرکټ ملي لوبډله به د جنوبي افریقا سره دوه تمریناتي پنځوس اوریزې لوبې هم وکړي او بیا له هغه وروسته خپله رسمي شل اوریزه لوبه د نومبر میاشتې په ۲۷ نيټه پيل کړي.

د انګلستان کرکټ بورډ اجریه رییس ټام هریسن د جنوبي افریقا کرکټ بورډ څخه مننه کړې او دا ډول سیریز یې د دواړو لوبډلولپاره غوره ګڼلی دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې