افغانستان کریکټ

افغان کرکټ بورډ د میلیون جام لپاره ځنې مادې ذکر کړي

د افغانستان کرکټ بورډ د میلیون جام په اړه د یو خصوصي موبي ګروپ سره په لانجه ککړ دی، چې اوس د دې جنجالي موضوع لپاره افغان کرکټ بورډ ځنې شرایط ټاکلي.

۱- د مليون جام ليک تنظيموونکي د کرکټ بورډ پوروړي دي چې لومړی بايد له هر څه وړاندې د تېرو کلنو حساب پاک او تصفيه کړي.

۲- د میليون جام تنظيموونکي بايد کرکټ بورډ ته د بانک ګرنټي يا ضمانت په توګه مشخص مقدار پيسې ورکړي.

۳- د میليون جام تنظيموونکي بايد د کرکټ بورډ د فساد ضد يا انټي کرپشن کوډ د عملي کیدو شرايط مساعد او يقيني کړي، همدارنګه د ټولو هغه خلکو چې په دغه ليګ کې مالي سهم او ونډه لري؛ هويت او اړوند مالومات کرکټ بورډ ته وسپاري.

۴- ملي لوبغاړي د هېواد پانګه ده، په هر يو يې خورا ډير مصارف شوي، چې د لوبغاړو د روغتيا او امنيت په برخه کې بايد د میليون ليګ موقف واضح او په اړوند يې له کرکټ بورډ سره په واضحو شرايطو توافق رامنځته شي.

۵- د میليون جام تنظيموونکي بايد هغه څوک ونه اوسي چې له کرکټ بورډ سره رسمي قرارداد لري او پر همدې بنسټ بايد د ګټو د تضاد مخه ونيول شي.

۶- تر هر څه وړاندې بايد د لوبغاړو ملي دندې (نشنل ډيوټي) ته لومړيتوب ورکړل شي.

۷- د شرايطو د پوره کېدو نه وروسته بايد د رسمي چوکاټ له لارې د عدم اعتراض سند (NOC) اخيستلو لپاره کرکټ بورډ ته مراجعه وشي.

۸- کرکټ اوسمهال نه يوازې لوبه ده، بلکې د افغانانو پر هويت ګرځيدلی چې هيڅوک او لوری بايد د شخصي ګټو لپاره پارونکې څرګندونې او کړنې ونه کړي.

وروستې معلومات به وښایې چې ایا یو خصوصي ګروپ بریالی کیږي او که یوه رسمي اداره؟ د دې پرېکړې لپاره انتظار وباسئ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې