لیګونه

IPL: ریشب پنټ له ټپونو وروسته ممکن نن د پنجاب پروړاندي لوبه کې شتون ولري

د ډهلی کپټلز لوبډلې پیاوړی توپوهونکی او ویکټ ساتونکی ریشب پنټ د راجستان پروړاندي په لوبه کې د پښی د ټپونو له امله یوه اونۍ له لوبډلې څخه لیري کړل شو.

اوس تازه د ډهلی لوبډلې تایده کړه، چې پنټ بیرته روغ سوي او ممکن په ننۍ لوبه کې یې د پنجاب پر وړاندي په لوبه ولوبوي.

د پنټ له ټپي کیدو وروسته د یادې لوبډلې بل لوبغاړی شمرون هیټمایر په دې خاطر د لوبډلې څخه لیري کړل شو، چې دوې بل ویکټ ساتونکی په لوبډله کې له ځان سره نه درلودي، د هیټمایر پر ځای په لوبډله کې الیکس کیري ته چانس ورکړل شو، کیري د یادې لوبډلې لپاره ویکټ ساتنه او توپوهنه ترسره کوله.

د پنټ ترڅنګ د دې لوبډلې بل پیاوړی سلو توپ اچونکی امیت مشرا د سختو ټپونو له امله ټول اې پی ایل سیالي له لاسه ورکړې.

ډهلی لوبډله اوس د ۱۴ نمرو په درلودلو سره د جدول په سر کې شتون لري، ډهلی ټولي ۹ لوبې ترسره کړي دي، چې په دې لوبو کې یې ۲ بایللي او ۷ یې په خپله ګټه پای ته رسولي دي.

بل لوري ته بیا پنجاب لوبډله د ۶ نمرو په درلودلو سره د جدول په اووم ځای کې شتون لري، پنجاب تر دې دمه پوري ۹ لوبې ترسره کړي، چې په دې نهو لوبو کې یې ۳ ګټلي او ۶ یې بیا بایللی دي.

د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې نن پنجاب د ډهلی پر وړاندي د میدان ډګر ته کښته کیږي دا د یادو سیالیو په لړ کې ۳۸مه لوبه ده.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې