لیګونه

چینای سوپر کېنګز د ماتې لاملونه څه وه؟

تېره شپه د آی پي ایل سیالیو پر دوام د چینای سوپر کېنګز او راجستان روېالز لوبډلو ترمنځ ۳۷ مه سیالۍ ترسره شوه. چې په پایله کې چینای سوپز کېنګز لوبډلې له راجستان روېالز لوبډلې څخه د ۷ ویکیټو په توپېر ماتې وخوړه. 

د لوبې په پیل کې چینای لوبډلې ټاس وګټلو او لومړی یې د توپ وهونې پرېکړه وکړه، چې د دوی دا پرېکړه د دوی پر زیان تمام شوه او ښه توپ وهنه یې نندارې ته وړاندې نه کړه. دوی په ټاکلو شل اورنو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو یواځې ۱۲۵ منډې وکړې او سیالې راجستان روېالز لوبډلې ته یې د ۱۲۶ منډو هدف وټاکلو. 

د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لپاره توپ وهنه کې هېچا هم کومه ځانګړې کارګردګې ترسره نکړه او هر یو توپ وهوونکي یې په ځانګړي ډول د پیل توپ وهوونکو یې ژر ژر ویکیټې له لاسه ورکړې. که څه هم د لوبې په جریان کې لوبډلمشر ډوهني او روېندرا جدېجا ښه ملګرتیا پیل کړه، خو ډېر دوام یې ونکړ او ایم ایس ډوهني خپله ویکیټه د ۲۸ منډو په جوړولو سره له لاسه ورکړه همدغه راز جدېجا ۳۵ ناسوځيدلې منډې جوړې کړې. 

د ټاکل شوې هدف په ځواب کې راجستان روېالز لوبډله په پیل کې ښه روانه نه وه، او د پیل توپ وهوونکي یې ډېر ژر ژر له لاسه ورکړل مګر د دوی لپاره جاس بلټر ښه پیل ورکړ او د لوبې ډول یې بدل کړ نوموړی په لوبغالي کې ډېر پاتې شو او هماغه وه چې خپلې لوبډلې سره یې مرسته وکړه تر څو د چینای لوبډلې له لوري ټاکل شوی هدف بشپړ کړي. بلټر پدې سیالۍ کې ۴۸ بالونو باندې ۷۰ منډې ترسره کړې او لوبډله یې تر بریا ورسوله. 

د چینای سوپر کېنګز لوبډلې تیروتنې څه وې؟ 

د کریکټ مشهورې ورزشي وېبپاڼې کريکټرېکر د چینای سوپر کېنګز لوبډلې پر تیروتنو نظر ورکړی دی او د هغوی درې تیروتنې یې یادې کړې دي چې له امله یې دوی لوبه وبایلله. د افغان کرېکنفو درنو لوستوونکو! لیکنه تر پایه ولولئ مونږ به هغې درې تیروتنې درسره شریکې کړو چې د چینای لوبډلې له لوري د لوبې په جریان کې ترسره شوې. 

لومړی: د چینای په توپ وهنه کې هېڅ سرعت موجود نه وه

د کریکټرېکر وېبپاڼې پر وېنا چې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې په توپ وهنه کې هېڅ سرعت او چټکتیا موجوده نه وه، هماغه چې دوی د سیالې راجستان روېالز لوبډلې پر خلاف کمې منډې ترلاسه کړې او کمې منډې یې جوړې کړې. یاده وېبپاڼه زیاتوي چې د دوی پیلیز توپ وهوونکي ژر ژر له منځه ولاړل چې له امله یې دوی ستر هدف ونه شو ټاکلی.

دویم: د سیم کرن ناسمه کاراونه 

دا چې دپېک چهار او جوش هېزلوډ د ۱۲۵ منډو څخه د دفاع په موخه ښه توپ اچونه ترسره او د پیل ۳ توپ وهوونکي یې ژر ژر له منځه یوړل. نو وروسته بیا د چینای پر وړاندې توپ وهنه کې بلټر او سمت ودرېدل او پر وړاندې یې داسې کوم توپ اچوونکی نه وه چې چینای سوپر کېنګز لوبډلې پرې تمرکز کړی وه او د دغه دواړه توپ وهوونکي یې تر خپل کنټرول لاندې نیولې وای، خو که چیرې سام کرن له وړاندې توپ اچونې ته غوره شوی وه نو دوی سره به په مېډل ارډ او پای کې هېزلوډ او جدېجا ښه توپ اچونه ترسره کړې وای او د هغوی مخه به یې نیولې وه. 

دریم: پر پخواني پلان مخکې تلل 

دا چې سږ کال د چینای لوبډلې پیل ښه نه دی او په دې پړاو کې د نورو پړاونو په پرتله ناکامه ثابته شوې ده او ګڼې ماتې یې تجربه کړې دي خو سره له دې بیا هم دوی پر هماغه پخواني پلان مخکې روان دي او په پلان کې یې هېڅ بدلون نه لیدل کیده. کریکټرېکر ورزشي وېبپاڼه زیاتوي چې د دوی د ماتو لامل یو همدا دی چې پر خپل زوړ پلان باندې تمرکز کوي او په پلان کې د بدلون هڅه نه کوي. 

لیکنه: محمدشبیرحسنزی     

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې