دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

راتلونکی بیګ باش لیګ له تغیراتو ډک ښکارې

د استرالیا کرکټ بورډ په پلان کې لري چې د ۲۰۲۱ م کال د پیلدو سره سم د خپل سوداګریز لیګ بیګ باش د ترسره کیدو پلانونه نهایي کړي.

د یاد لیګ طرخه داسي جوړیږي چې پکې به هره لوبډله درې بهرني لوبغاړي د ځان سره ولري، د دې خبرې د منلو لپاره لاهم د استرالیا کرکټ بورډ اتحادیې کميټې غړي په مشوره بوخت دي.

ترواسه په دې لیګ کې ډیویډ ملن، الیکس هیلز، لیمام، ټام کرن، او ټام بینټون، بیلابیلو لوبډلو د ځان سره په لوبډله کې غوره کړي دي.

بل تازه خبر دا دې چې د افغان سوکه توپ اچونکې قیس احمد پرځای هوبیرټ هوریکنیس لوبډلې د ویل پارکر سره د لوبیدو تړون لاسلیک کړ، نوموړی به په راتلونکې فصل کې د قیس احمد پرځای هوبیرټ لوبډله کې ولوبیږي.

یاده دې وي چې بیګ باش د استرالیا هیواد سوداګریز لیګ دی چې د هندي آی پي ایل څخه وروسته د نړۍ په کچه زیات مینوال لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې