افغانستان کریکټ

د کرکټ د ثبت اکاډمیو ترمنځ شل اوریزې لوبې پیل شوې

د افغانستان کرکټ بورډ تر څارنې لاندې د کابل د اتو روزنځایونو (اکاډمیو) ترمنځ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې چې د روانې اکټوبر میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې به دوام ومومي.

دغه سیالۍ په ګروپي ډول د افغانستان کرکټ بورډ له لوري پیل شوې چې د لوبې پرمختیا څانګه به ترې بشپړه څارنه کوي چې په ترڅ کې به یې هره ورځ څلور لوبډلې د کابل په کرکټ لوبغالي کې د یو بل پر وړاندې لوبې ترسره کړی.

په دې لوبو کې ویکټوري کرکټ اکاډمي، ایوبي، پښتنی بانک، زرمل ولی، سټار، کاروان، ملالی او راشد خان کرکټ اکاډمي هغه لوبډلې دي، چې په دې سیالیو کې یو دبل پروړاندي به لوبې ترسره کړي.

همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې د ۱۶ کلنو کم عمره لوبغاړو سربېره د ثبت روزنځایونو د ۱۷ کلنو کم عمره او ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو ترمنځ هم سیالۍ پیل کړي.

د دې لوبو په لړ کې نن لومړۍ لوبه ایوبي لوبډله د زرمل ولی لوبډلې پروړاندي او په دوهمه لوبه کې سټار لوبډله د کاروان کرکټ اکاډمي پروړاندي د میدان ډګر ته کښته کیږي.

د یادولو ده چې یادې سیالۍ یوازې له افغانستان کرکټ بورډ سره د ثبت روزنځایونو ترمنځ پیل شوې چې په راتلونکو پروګرامونو کې به هم ثبت روزنځایونه د ورته لوبو په مهالوېش کې شاملیږي.

یادې لوبې چې نن پیل شوې، د روانې اکټوبر میاشتې تر ۳۱ مې نیټې به دوام وکړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې