دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د سریلانکا په لنکا پريمیر لیګ د لوبډلو سکواډونه او د پيل وخت یې

دا چې د نړۍ کرکټ ورځ تربلې په ترکۍ روان دی نو هر هیواد هڅه کوي چې یو غوره لیګ ولري، اوس د سریلانکا کرکټ بورډ په پلان کې لري چې د لنکا په نوم شل اوریزه لیګ د نومبر په ۲۱ نيټه پیل کړي.

دې لیګ ته پرون لیلامي وشوه چې پکې دوه افغان لوبغاړي هم واخیستل شو، لنکا پريمیرلیګ کې پنځه لوبډلې شاملي دي چې ګڼ شمير کورني او بهرني لوبغاړي پکې لیدل کیږي.

د لنکا پریمیر لیګ او لوبډلې، کولمبو کینګز، ډمبولا هاوکس، ګالي ګلیډیټرز، جافنا سټالونز، کاندې ټوسکرز،

په دې لیګ کې به د کولمبو لپاره، انجلیو ماتیوز، اوسرو اوډنا، دینیش چندیمل، آمیلا اپونسو،اشان پرینجایا، دوشمنته چیمره، جیفري وانډرسی، تاکشیلا ډی سلوا، کوشال لایرو اوډارا، همیش راماناکا ، کلانا پریرا، تریندو راتناکا،او ناوډ په کورني لوبغالو کې شامل دي همدا شان بیا په بهرنیو لوبغاړو کې، انډري رسل، فاف ډوپلیسیس، منپریت سیهنګ، منویندر بییسلا،ترڅنګ رویندرپال سیهنګ.

ډمبولا هاوکس، لپاره بیا داسون شنکا، نیروشان ډیک ویلا، لاهیرو کومارا، اوشادا پرینډو، کاسون راجیتا، لاهیرو مادوشنکا، اوپل ترنګا، انجیلیو پریرا، رامیش مینډیس، پولینا ترنګا، اشین بنډارا، دیلشان مدوشنکا، سچندو کولم باج، په بهرنیو لوبغاړو کې ډیویډ میلر، کارلوس بریټ وایټ، سمیت پټیل، او پاول سټرلینګ شامل لوبغاړي دي.

ګالي ګلیډیټرز لوبډلې لپاره، لیست ملینګا،دنوشکا ګوناتیلیکا، بونوکا راجپاکسا، اکیلا داننجیا، ملیندا سیرورینا، لکشان سنډکان، شيهن جیاسوریه، آسیته فرناندو،نون توشارا، محمد شیراز، ډنجایا لکشان، چناکا روانسیري، په بهرنیو لوبغاړو کې بیا شاهد خان افریدی، کولین انګرام، حضرت الله ځاځی، محمد عامر، سرفراز احمد، او اغظم خان شامل دي.

جافنا سټالونز لوبډلې لپاره بیا تیسارا پریرا ، واناندو هسرانګا ، اویشکا فرنانډو ، داننجیا ډی سلوا، سورنګا لکمل ، بېنورا فرناندو، مینوډ بانوکا، چتورنګا ډی سلوا، مهیش تیکشانه ، چاریت اسلانکا،نوینډو فرینډو، کاناګارتنم،دیوندرام دینوشان،او یا کانت دي، د بهرنیو لوبغاړو په لړ کې، ډیویډ ملن، شعیب ملک، عثمان شینواری، او اصف علي شتون لري.

کاندې ټوسکرز لوبډلې سره بیا کوسل جنیت فریرا، کوسل مینډیس، نون فردیف، سیکاګو فرسانه، اسیلا ګون راتن، کمینډو مینډیس، دیل راون فریرا، پریمال پریرا، کاویش انجولا، لاسیت ایمبولډینیا، لایرو سماراکون،نیشن مدو شاکا فرینډو، چمیکا،او ایشن، شامل دي، په بهرنیو لوبغاړو کې ورسره کریس ګیل، لیام پلنکیټ، وهاب ریاض، او نوین الحق شامل دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې