دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د جوز بټلر غوره توپ وهنه او د ایم ایس ډوهني با ارزښته ډالۍ

بیګا شپه د آی پي ایل سیالیو په لړکې چینای لوبډلې د راجستان لوبډلې پروړاندې خپل بخت وازمایلو، چینای سوپر کینګز لوبډلې په ټاکلي شل اورونو کې ۱۲۵ منډې جوړي کړي او راجستان ته یې ۱۲۶ منډو هدف په مخ کې کيښود.

د روان لیګ لومړی بیکاره هدف په دیارلسم پړاو کې چینای لوبډلې کېښود چې راجستان ورته په ځوابې لوبه کې د جوز بټلر د نيمه سلیزې پرمټ پوره کړ.

د یادولو وړ ده چې د هندوستان پخواني مشهور لوبغاړي ایم ایس ډوهني خپل د آی پي ایل سیالیو هغه کمیس چې پکې یې بیګا شپه ۲۰۰ ومه لوبه وه جوز بټلر ته ډالۍ کړ.

ایم ایس ډوهني د آی پي ایل لیګ د پیل کیدو څخه د مخه له نړیوال کرکټ سره مخاخه وکړه،نوموړی به له څلورو لوبو وروسته ممکن د هندي لیګ سره هم خدای پاماني وکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې