دلوبغاړو په اړه

کرونال پانډیا په آی پي ایل کې له خپل فعالیتونو خوشاله دی

د ممبۍ انډیانز لوبډلې افسانوې لوبغاړی کرونال پانډیا له خپلو کاردګیو څخه خوشاله دی. دا په داسې حال کې ده چې پانډیا بیا په هند کریکټ ملي لوبډله کې د روېندرا جدېجا له امله په هندۍ لوبډله کې شتون نه لري او د هغه له امله په هندۍ لوبډله کې نه شي لوبیدلی.

نوموړي په اتو سیالیو کې پنځه لوبغاړي سوځولي دي خو تر دې دمه پورې یې بیا د توپ وهنې فرصت نه دی موندلی. کرونال پانډیا په یو کنفرانس کې داسې وویل:

((زه ننګونې خوښوم، او نوي شیانو سره مخامخ کېدل غواړم. چې له مخې یې مونږ او تاسې ته دا فرصت په لاس کې کېږي چې خپل قوي او کمزوري فعالیتونه په ډاګه کړو. زمه مسؤلیت غواړم.))

هغه د خبرو پرمهال وویل زه خوښ یم چې د ممبۍ انډیانز لوبډلې لپاره په مېډل ارډ کې اقتصادي توپ اچونه ترسره کوم. نوموړي له خپلو کارګردګیو څخه خوښي څرګنده کړه او له خپلو کارګردګیو څخه خوښ دی. پانډیا زیاتوي چې زمونږ ټاپ ارډر ښه توپ وهنه کوي، نو له همدې کبله ماته د ډیرې توپ وهنې موقعه په لاس نه راځې.

د یادونې وړ ده چې کرونال پانډیا د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې یو کلیدي او پیاوړی لوبغاړی دی او ډیری ځله نوموړي د سیالیو پر مهال ښه کارګردګي ترسره کړې ده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې