دلوبغاړو په اړهلیګونه

ډیویډ میلان په بیګ باش لیګ کې د هوبارټ هیرکنز لوبډلې سره تړون وکړ!

د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې او په شل اوریزه لوبو کې لومړي نمبر توپوهونکي ډیویډ میلان په بیګ باش لیګ کې د هوبارټ هیرکنز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ.

یاد لوبغاړی وروسته له هغه په یاد لیګ کې اخیستل کیږي، چې په دې ورستیو کې یې ډیره ښه توپوهنه ترسره کړه او د نړۍ لومړی نمبر توپوهونکی راغي.

ډیویډ میلان په ۱۶ شل اوریزه لوبو کې تر دې دمه پوري ۶۸۲ منډي کړی، چې په یوه لوبه کې یې ډيري منډي ۱۰۳دي.

په یادو لوبو کې یې یوه سلیزه او ۷ یې بیا پنځوسیزي وهلي دي.

میلان د دې ترڅنګ ۱۵ ټیسټ، او یوه یې یو ورځنۍ لوبه ترسره کړی، چې په ۱۵ ټيسټ لوبو کې ۷۲۴ منډي کړي،  په یوه لوبه کې یې ښه توپوهنه د ۱۴۰ منډو ده.

او په یوه یو ورځنۍ لوبه کې یې ۲۴ منډي کړي، چې همدا ۲۴ منډي یې په یوه لوبه کې ډيري منډي دي.

۳۳ کلن ډیویډ میلان د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې د پیل توپوهونکی دی، چې په چپ لاس باندي توپوهنه کوي.

لومړۍ نړیواله ټيسټ لوبه یې په ۲۰۱۷م کال کې د سویلی افریقا کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندي ترسره کړه.

د دې ترڅنګ یې بیا لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۹م کال کې د ایریلنډ لوبډلې پر وړاندي ترسره کړه.

او لومړۍ شل اوریزه لوبه یې په ۲۰۱۷م کال کې بیا هم د سویلی افریقا کرکټ لوبډلې پروړاندي ترسره کړه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې