دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

ډيویډ ملن د هوبیرټ هوریکینس لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې نوموتي کيڼ لاسي توپ وهونکې ډیویډ ملن د استرالیا په بیګ باش لیګ کې د هوبيرټ هوریکینس لوبډلې سره د لوبیدو تړون لاسلیک کړ.

ډیویډ ملن به د ډي ارسي شارټ او ميتیوویډ سره په پیل کې د لوبیدو چانس ترلاسه کړي.

ملن د بیګ باش سیالیو په لړ کې د خپلې لوبډلې سره د تړون په ترلاسه کیدو خوښې ښودلي او ویلي دي چې بیګ باش د نړۍ غوره لیګ دی او زه د دې هیواد له لوبغاړو څخه ډېر خوښ یم،،

د استرالیا هیواد د بیګ باش لیګ د هندي آی پي ایل څخه دوهم غوره لیګ دی چې د نړۍ ګڼ شمیر لوبغاړي پکې لیدل کیږي چې کمه برخه یې افغان لوبغاړي هم وي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې