لیګونهنړیوال کریکټ

پریټي زینټا د بیګانۍ لوبې وروسته خپل احساسات کنټرول نشو کړی

د هندوستان د بالیووډ مشهوره اداکاره پریټي زینټا د هندوستان په تجارتي لیګ کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې شریکواله ده، بیګا شپه یې لوبه له نیږدي ننداره کوله.

د دې ټیم شریکوالې پریټې زینټا د لوبې وروسته وویل، دا یوه ډېره عجیبه لوبه وه، تاسو زما احساسات ولیدل،زه په عمل کې ډېره زیاته وویریدم لړزه راباندې ناسته وه او هیڅ مې ځان نشو کنټرولولی، څه یوه لوبه څه یوه شپه زه یې هیڅ فکر هم نشم کولای،،

دا چې د کرکټ په نړۍ کې دوه سوپر اورونو کله کله کیږي، نو بیګا هم د کینګز الیون پنجاب او ممبي انډینز ترمنځ لوبه کې دوه سوپر اورونو ترسره شو.

لومړي سوپر اور کې پنجاب لوبډلې ۵ منډې د بومرا څخه ترلاسه کړي او شپږ منډې هدف وټاکل شو، چې د همدې شپږو منډو څخه محمد شيمي په ښه ډول دفاع وکړه او یوازې پنځه منډې ورکړي،

لوبه دوهم سوپر اور ته لاړه دا ځل د پنجاب لپاره کریس جورډن اور ترسره کوو جورډن په شپږو بالونو یوازې ۱۱ منډې ورکړي او ۱۲ منډې هدف وټاکل شو، د ممبي لپاره داور پیل ټرینټ بولټ وکړ بولټ په لومړي بال د کریس ګيل څخه شپږیزه وخوړه او د لوبې په څلورم بال یې د ممبي د ۱۲ منډو هدف پوره کړ په دې سره پنجاب لوبډلې د آی پي سیالیو په لړ کې درېمه بریا هم د مجیب الرحمن په نشتون کې ترلاسه کړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې