افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

عمرزی: غواړم د نړۍ په سطحه الراونډر لوبغاړی شم!

د افغانستان ۱۹ کلنی کرکټ ملې لوبډلې ځوان الراونډر لوبغاړی عظمت الله عمرزی وایې غواړم د افغانستان او نړۍ په سطحه پیاوړی الراونډر لوبغاړی شم.

افغان کرکټ بورډ پر خپل رسمي فیسبوک پاڼي یوه ویډیو خپره کړی، چې پکښي ځوان لوبغاړی عمرزی د خپل کرکټ د پیل په اړه خبري کوي.

عظمت الله عمرزی:

“پلار مې په داسی وخت کې د کرکټ لوبو لپاره اجازه راکړه، چې د کرکټ په لوبه حتا پوهېدي هم نه د دې ترڅنګ یې زیاته کړه، چې په ۱۹ کلنه کرکټ ملې لوبډله کې یې زیاته تجربه ترلاسه کړه، توپوهنه یې له ماشومتوب څخه خوښه ده”

د خوښي شیبی یې په ۲۰۱۹م کال نړیوال جام کې د نیوزلینډ کرکټ لوبډلې پروړاندي لوبه یاده کړه، چې په هغه لوبه کې عظمت الله په ۱۹ توپونو باندي تیزه پنځوسیزه هم ترسره کړی وه.

همدارنګه عمرزی وایې غواړم د نړۍ په سطحه پیاوړی لوبغاړی سم او د افغانستان نوم ور روښانه کړم، هغه وایې لومړۍ هیله یې د افغانستان لپاره د کرکټ ستوری جوړېدل دي.

عمرزی چې په لومړي ځل په شپږیزه کرکټ لیګ کې ولوبېد د یادو سیالیو په لړ کې یې د عظمت الله عمرزي د سږ کال شپږیزې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه چې په اوو لوبو کې یې شپږ ویکټې او ۱۸۷ منډې ترسره کړې.

۲۰ کلن عمرزي تر دې دمه پوري پنځه فرسټ کلاس، ۲۱ لیست اي او ۱۰ یې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي.

په پنځو فرست کلاس لوبو کې یې ۱۴۹ منډي کړی او ۱۶ یې ویکټي اخیستې دي.

په ۲۱ لیست اي لوبو کې یې ۳۶۹ منډي کړی او ۲۰ یې بیا ویکټي اخیستې دي.

او په ۱۰ شل اوریزه لوبو کې یې ۲۰۹ منډي کړی او د دې ترڅنګ یې په یادو سیالیو کې اته ویکټي هم اخیستې دي.

عمرزی د افغانستان ۱۹ کلنی کرکټ ملې لوبډلې ترڅنګ په کابل بازانو، میس عینک او اتفاق کرکټ لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې