دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د ټپي امیت مشرا پرځای پروین دوبي ډهلي لوبډلې د ځان سره یوځای کړ

امیت مشرا د کلکتې لوبډلې پروړاندې له ژور ټپ وروسته د ۲۰۲۰ م کال آی پي ایل سیالیو سره مخاښه وکړه، او د ډهلي لوبډلې نن رسماً اعلان وکړ چې د امیت مشرا پرځای یې پروین دوبي ته په لوبډله کې د پاتې سیالیو لپاره چانس ورکړي.

دوبي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۶ م کال کې بنګلور لوبډلې په ۳۵ لکه هندۍ کلدارې وپيره او بیا د دوکلن تړون وروسته بيرته روخصت کړی شو.

د یادولو وړه ده چې ډهلی لوبډله د ځان سره د سپین بالینګ په لړ کې اکسر پټيل، او روي چندر اشوین لري چې لاتراوسه یې د خپلې لوبډلې لپاره بهترینه توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړي ده.

د کرکټ ډېری مبصرین داسي وړاندوینه کوي چې د ۲۰۲۰ م کال دیارلسم پړاو آی پي ایل لیګ به داځل ډهلي کيپټلز لوبډله ګټې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې