افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهولایتي سیالۍ

د لیسټ اې سیالیو په لړ کې نن بیا جاوید احمدي خپله لوبډله بریا ته ورسوله

د غازي امان الله خان د لیسټ اې سیالیو په لړ کې نن د امو او بند امیر لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه په یاده لوبه کې ټاس امو لوبډلې وګټه او د توپ وهنې بلنه یې بند امير لوبډلې ته ورکړه.


بند امير لوبډلې ټاکلي پنځوس اورونه ولوبول او د ۱۸۱ منډو هدف امو لوبډلې ته کېښود د بند امير لپاره په توپ وهنه کې اصف موس زي ۸۹ ترنورو زیاتې منډې جوړي کړي.


د بند امير ورکړل شوې هدف امو لوبډلې د لوبې په ۳۳ اور کې د جاوید احمدي د ۷۴ او د زاهید زاهيل د نېمه سیلزې پرمټ په اسانۍ سره پوره کړ.
د دې لوبې غوره لوبغاړی جاوید احمدي ونومول شو.


د لیسټ اې سیالیو په لړ کې تراوسه امو لوبډلې څلور لوبې ترسره کړي او څلور واړه یې ګټلې دي، همدا شان بیا میس عینک لوبډلې درې ګټلې او یوه یې بایللي دوهم مقام کې درېم مقام کې بیا بند امیر څلور کې دوه ګټلي او دوه یې بیا بایللي دي، څلورم مقام کې بیا سپین غر لوبډله ده څلورو کې درې بایللي او یو لوبه یې ګټلي، د دې سیالیو په وروستي مقام کې بیا بوسټ لوبډله ده چې څلور لوبې کړي او څلور واړه یې بیا بایللي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې