دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د شعیب ملک محمد عامر او سرفراز احمد لپاره یو بل زورور ټکان

پاکستان کرکټ بورډ نن د زیمبابوې پر وړاندې خپله احتمالي ۲۲ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې پکې درې مخکښ پخواني لوبغاړي ونه لیدل شو.


عامر، شعیب، او سرفراز، هغه لوبغاړي دي چې په احتمالي سکواډ کې ندې ترسترګو شوې.
د انتخابي کمېټې مشر مصباالحق نن له رسنیو سره په خبرو کې ویلي،، ځنې پخواني لوبغاړي ځکه په لوبډله کې پاتې شوې چې ځوان لوبغاړي تري تجربه واخلې او څه ناڅه د نړیوالو لوبو سره عادت شي،،


په احتمالي لیست کې، بابر اغظم، عبدالله شفق، عابد علي، فخر زمان، حیدر علي، حارث سهیل، افتخار احمد، امام الحق، خوشدیل شاه،محمد حفیظ، محمد رضوان، روهیل نذیر، عماد وسیم، شاداب خان، عثمان قادر، ظفر ګوهر، فهیم اشرف،حارث روف، محمد حسنین، موس خان، شاهین شاه، او وهاب ریاض شامل دي.
دا لوبغاړي به په قذافي سټیډیم کې لوبې ترسره کړي او بیا به تري یوه غوره لوبډله جوړه شي.

نوید افغان

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې