نړیوال کریکټ

اوسنی سرپرست عمران خواجه او د ده سیال ګریګ بارکلي د کرکټ نړیوالې شورا لپاره نوماندان دي

ICC

یا د کرکټ نړیوالې شورا ته لاتر اوسه پورې اوسني سرپرسټ رییس عمران خواجه، او نیوزیلینډي ګریګ بارکلي ثبتنام یا نوم لیکنه کړې.

دا دوه هغه سیالان دي چې تراوسه یې دې پوسټ ته نوم لیکنه کړې، دا یوه حیرانونکې خبره ده چې تر دې دمه د کرکټ نړیوالې شورا ریاست لپاره یوازې دوه غړي نوم لیکنه کوي چې یو برحاله سرپرست رییس او بل بیا د همدې چوکۍ د نیولو لپاره د خپل سرسخت سینګاپوري سیال څخه د دې چوکۍ د نیولو هڅه کوي.

د وروستیو معلوماتو له مخې هند کرکټ بورډ پوره کوښښ کوي چې نیوزیلینډی ګریګ بارکلي بریالي کړي او عمران خواجه د ټاکنو څخه مخکې د دې بست څخه لاس په سر کړي.

خو د کرکټ شنونکې بیا په دې اند دي چې دواړه مخکښ غړي دي او د مخکې څخه تیریدل یې هیڅ امکان نلري.آی سي سي ۱۷ غړي لري په دې کې یې ۱۶ کارکوونکې د رایه ورکولو حق لري هر نوماند بیا ۱۱ مثبتو رایو ته ضرورت لري.

مخکې داسي اوازې هم وي چې دې بست لپاره هندي سارو ګنګولي هم نوم لیکنه کړي خو هغه خبرونه ټول دروغ و، د کرکټ د نړیوالې شورا نوې رییس معرفي کیدل به څه کم یوي میاشتې وخت ته اړتیا ولري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې