دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

پاکستان الاصله غلي خان یو ځل بیا د هندي لیګ لپاره چمتوالی نیسي

 په تیر کې داسي خبرونه ورکول شوې و چې د امریکا کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی چټک بالر غلي خان د اوږې د درد له وجې نشي کولای چې په روان پړاو آی پي ایل سیالیو کې د کلکتې لپاره په کومه لوبه کې ولوبیږي.

خو نن د کریک انفو سره په یوه مرکه کې د کلکتې لوبډلې اجرایه رییس وینکی میسور ویلي، چې غلي خان د درملنې وروسته بیرته خپل تمرینات پیل کړي او ډېر ژر به د لوبډلې برخوال شي،

دا لومړی ځل دی چې د امریکا د متحد ایالت څخه کوم لوبغاړی د هندوستان په تجارتي سیالیو کې اخیستل کیږي، د یادول ده چې غلي خان د ویسټ انډيز هیواد په سوداګریز لیګ کې د ټرینباګو نايټ رایډرز لوبډلې لپاره ولوبید چې لوبډلې د اتلولۍ جام ترسره کړ، نوموړی وروسته له هغې د هاري ګورني پرځای کلکتې لوبډلې د ځان سره يوځای کړ خو بخت یې په لومړیو سیالیو کې کار ونکړ، دا لا معلومه نده چې نوموړی به په راتلونکو لوبو کې د کلکتې په ګټه ولوبیږي او که نه؟

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې