دلوبغاړو په اړهلیګونه

وارنر یوازنی بهرنی لوبغاړی چې په IPL سیالیو کې ۵۰۰۰ منډي پوره کوي

د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې او په هندوستان غوره لیګ سیالیو کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې پیاوړی توپوهونکی او لوبډلمشر ډیویډ وارنر هغه لوبغاړی دي، چې په اې پي ایل سیالیو کې یې تر روهیت شرما، ویرات کوهلی او سوریش رانا وروسته پنځه زره منډي بشپړي کړی.

د دې ترڅنګ وارنر په یادو سیالیو کې تر ټولو لوبغاړو تیزي پنځه زره منډي پوره کړی.

وارنر دې ریکارډ په خپله ۱۳۵مه لوبه کې ځان ورساوه او ۵۰۰۰ منډي یې د کلکتی لوبډلې پر وړانډي پوره کړی.

ډيویډ ورانر په ۱۳۵ لوبو کې تر دې دمه پوري ۵۰۳۷ منډي کړې، چې په یوه لوبه کې ډیري منډي ۱۲۶ دي.

د دې ترڅنګ یې په دې منډو کې ۴ سلیزي او ۴۶ یې بیا پنځوسیزي وهلي دي.

وارنر څلورم لوبغاړی دي، چې په یاد لیګ کې یې پنځه زره منډي پوره کړی، همدارنګه ویرات کوهلی روهیت شرما او سوریش رانا هم د یادو سیالیو په لړ کې پنځه زره منډي بشپړي کړيدي.

اوس په هند غوره لیګ سیالیو کې د پنځو زرو منډو د جوړولو په لیست کې ویرات کوهلی د ۵۴۳۰ منډو په کولو سره په لومړی، سوریش رانا د ۵۳۶۸ منډو په کولو سره دوهم ، روهت شرما د ۵۰۶۸ منډو په کولو سره په دریېم ځای کې او ډيویډ وارنر د ۵۰۳۷ منډو په کولو سره د جدول په څلورم ځای کې شتون لري.

 ویرات کوهلی دې ریکارډ ته په ۱۸۰ لوبو کې ځان رسولی، چې په دې کې ۵ سلیزي او ۳۶ پنځوسیزي شاملي دي.

د دې ترڅنګ سوریش رانا بیا دې ریکارډ ته په ۱۹۳ لوبو کې ځان رسولي، چې پکښي یوه سلیزه او ۳۸ پنځوسیزي شاملي دي.

د ممبی لوبډلې لوبډلمشرروهت شرما دې ستر ریکارډ په ۱۹۲ لوبو کې ځان ورسوي، چې تر دې دمه پوري یې یوه سلیزه او ۳۸ پنځوسیزي وهلي دي.

او وارنر یاد ریکارډ ته په خپله ۱۳۵مه لوبه کې ځان رسولي، چې پکښي څلور سلیزي او ۴۶ بیا پنځوسیزي شاملي دي.

ویرات کوهلی، روهت شرما، ډيویډ وارنر او سوریش رانا هغه څلور لوبغاړي دي، چې په هندوستان غوره لیګ سیالیو کې یې پنځه سره منډي تر سره کړي دي.

تراوسه په دې لیګ کې بل داسی لوبغاړی ندي توانېدلي، چې ۵۰۰۰ منډي ترسره کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې