نړیوال کریکټ

هندوستان کې د کرکټ بیا پیل

د هندوستان د

BCCI

ادرارې مشر سارو ګنګولي له رسنیوسره په خبرو کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ م کال د پیل سره سم به خپل کورنی کرکټ د سره ترتیب او پیل کړي.

د هندوستان کرکټ بورډ او ترڅنګ یې د دې ادارې نور غړي خبر ورکوي چې د کورني کرکټ لپاره یې خورا ژور بحثونه کړي او تصمیم یې نیولی چې د کورني کرکټ پيل به د ۲۰۲۱ م کال د جنورۍ په میاشت کې وکړي.

د دې سیالیو پیل به په لوبغالو او ولایتونو کې وشي چې ترډېره پکې د کرونا ویروس څرک نه لیدل کیږي.

هندوستان کرکټ بورډ به د نارینه و ترڅنګ د ښځینه کرکټ لوبډلې لپاره هم د جنورۍ په میاشت کې پلانونه د سره تنظیم کړي، یاده دې وي چې د کرونا ویروس له وجې د نړۍ هرډول ورزشي لوبې په ټولو هیوادونو کې ځنډیدلي یاهم لغوه شوې وي، چې اوس ورو ورو بیرته نړیوال او کورنی کرکټ په هر هیواد کې بیرته د پیلیدلو په حال کې دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې