دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

سونیل نارین ته ورکړل شوی اخطار بي اساس وبلل شو

د کلکته نایټ رايډرز لوبډلې مخکښ ویسټ انډیزی لوبغاړی سونیل نارین بیرته لوبډلې ته راستنیږي، نوموړي تيره اونۍ د کینګز الیون پنجاب پروړاندې د سیالۍ وروستی اور داسي ترسره کړ چې پکې پر نوموړي امپاېرانو د مشکوک بالینګ خبر ورکړ.

اوس تازه په يو راپور کې راغلي چې دهندوستان د آی پي ایل د شک لرونکې بالینګ اکشن کميټې هغه ته اجازه ورکړي چې په توپ اچونه او اکشن کې هیڅ ډول مشکل نشته او کولای شي بیرته خپلې لوبډلې او بالینګ ته راشتون شي.

د یادولو وړ ده چې تیره اونۍ سونیل نارین د ګلین مکسویل پر وړاندې داسي توپ ترسره کړ چې امپاېرانو پکې شک درلود نو د همدې له امله یې یادې کميټې ته د سونیل نارین څخه شکایت وکړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې