دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د کرکټ شنونکې پر حیدر اباد لوبډلې سختې نیوکې کوي

د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کې نن د سنریزر حیدر اباد او کلکته نايټ رایډرز لوبډلې په ۳۵ لوبه کې سره مخ شوې، د لوبې ټاس حیدر اباد لوبډلې وګټه او د توپ وهنې بلنه یې کلکتې لوبډلې ته ورکړه.

کلکتې په ټاکلي شل اورونو کې ۱۶۳ منډې ترلاسه کړي او د ۱۶۴ منډو هدف یې مقابلي لوبډلې ته کښېود، حیدراباد لوبډلې د کلکتې ورکړل شوې د ۱۶۳ منډو هدف پوره کړ خو اولوبه سوپر اور ته لاړه په سوپر اور کې حیدر اباد لوبډلې ۲ جوړي کړي او دواړه ویکټې لوکي فیرګوسن ترلاسه کړي.

کلکتې لوبډلې په سوپر اور کې وشو کولای د درې منډو هدف پوره کړي او سیالي په خپله ګټه تمامه کړي، د دې ماتې وروسته د کرکټ مخکښ مبصرین د حیدر اباد په لوبډله توندې نیوکې کوي دوی وایې د حیدر اباد په لوبډله کې د محمد نبي عیسی خيل پڅير لوبغاړی شته چې د سوپر اور لوبولو لپاره ترټولو ښه تمامیدلی شو، بل پلو د دوی مسلسلي غلطیاني چې په سوپر اور کې د تجربه لرونکو لوبغاړو په شتون کې ځوان لوبغاړو ته چانس ورکول، که حیدر اباد لوبډله همداسي مخ ته لاړه شي نو ډېر ژر به له سیالیو څخه بهر شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې