دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د دولسم پړاو ګټونکی بالر لاهم واټر مین دی

د هندوستان په تجارتي آی پي ایل سیالیو کې د نړۍ ګڼ شمير مخکښ او غوره لوبغاړي لوییږي، چې ښه مثالونه یې راشد خان ارمان، ای بي ډي ویلیرز، کریس ګيل، شین واټسن، او د کرکټ داسي نور غټ نومونه چې د کرکټ نړیوالې شورا سره په غوره مقامونو کې ځای لري.

د دوی په څنګ کې یو هم عمران طاهر دی نوموړی سوکه توپ اچونکی دی او د چينای سوپر کینګز لوبډلې لپاره لوبیدونکی لوبغاړی دی چې لا تراوسه ورته هیڅ کوم ډول چانس نه دی ورکول شوې، طاهر د خپل بهترینه بالینګ پر مټ وشو کولای چينای لوبډله د لیګ دوهم پړاو ته ورسوي، دا چې په کوم دلیل نوموړي ته چانس نه ورکول کیږي لا یې هم معلومات نشته.

طاهر د کرکټ په نړۍ کې خورا حیرانونکی سټیل هم لري چې د کرکټ ګڼ شمير مینوال تري خوند اخلې،

د وروستیو معلومات له مخې عمران طاهر به په راتلونکې سیالیو کې د چينای په لوبډله کې ولیدل شي، دوی هره لوبه کې څلور بهرني لوبغاړي لوبوي چې دبیټینګ په برخه کې استرالیا شین واټسن، او جنوبي افریقایي فاف ډوپلیسیس دی،د توپ اچونې په برخه کې انګلستانی سام کرن، او ویسټ انډیزی ډیوین براوو لري، چې د همدې لوبغاړو په شتون کې د عمران طاهر لپاره هیڅ ډول ځای نه جوړیږي.

نوید افغان

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې