افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د اکټوبر ۱۸مه هغه ورځ ده چې راشد خان د کرکټ نړیوالې لوبې پیل کړی

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ځوان سلو توپ اچونکی پنځه کاله مخکې په همدې ورځ د اکټوبر په اتلسمه نیټه د کرکټ نړیوالې سیالي پیل کړی.

یاد لوبغاړي خپله لومړۍ نړیواله لوبه په ۲۰۱۵م کال کې د زیمبابوی کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندي ترسره کړه همهغه لوبه کې يې ۱۰ اوورونه ترسره کړه، دوې ويکټي يې ترلاسه کړې ،يو يې ميډن اوور وکړ او ۳۰ منډي يې ورکړې،افغانستان هماغه لوبه وګټله.

راشدخان له ۲۰۱۵م کال راهیسې تر دې دمه پوري بیلابیل ریکارډونه په خپل نوم کړی او په ډيره کمه موده کې یې زیات پرمختګ وکړ او نړیوال ورته هیران پاتې دي.

۲۲ کلن راشدخان له ۲۰۱۵م کال څخه بیا تر اوسه پوري ۴ ټيسټ لوبې، ۷۱ یو ورځنۍ او ۲۲۹ یې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي.

یاد لوبغاړي په ۴ ټيسټ لوبو کې ۲۳ ویکټي اخیستې دي، چې په یوه لوبه کې یې ښه توپ اچونه د ۴۹ منډو په ورکولو سره د شپږو لوبغاړو سوځول دي.

د دې ترڅنګ یې بیا په ۷۱ یو ورځنیو لوبو کې ۱۳۳ ویکټي اخیستې دي، چې په یوه سیالې کې یې ډیري ویکټي د ۱۸ منډو په ورکولو سره د اوو لوبغاړو سوځول دي.

او په ۲۲۹ شل اوریزه لوبو کې یې ۳۱۷ ویکټي اخیستې دي، چې په یو لوبه کې یې ښه توپ اچونه د دریېو منډو په ورکولو سره د پنځو لوبغاړو اوټ کول دي.

راشد خان د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ترڅنګ په زیاتو نورو لوبډلو کې هم لوبېدلي، چې له ډلې یې زیات مشوره په هندوستان غوره لیګ سیالیو کې د حیدراباد لوبډله ده.

خان د شل ارویزه لوبو د توپ اچوني په نړیواله درجه بندي کې په لومړي مقام کې دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې