افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

افغان کرکټ بورډ د ایمرجینګ لوبډلې د جوړیدو پلان لري

افغان کرکټ بورډ په پلان کې لري چې په نیږدي وختونو کې به د افغانستان لپاره یوه ځوانه ایمرجینګ لوبډله جوړه کړي.

په دې لوبډله کې هغه لوبغاړي لوبیدلی شي چې عمرونه یې د ۲۳ کلونو څخه کم وي،افغان کرکټ بورډ خبر ورکوي چې د لوبډلي د جوړیدو ترتیب له کورني کرکټ څخه کوي کوم لوبغاړي چې په کورني کرکټ کې یې ښي لوبې نندارې ته وړاندې کړي وي د هغې څخه به یوه غوره لوبډله جوړوي او بیا به ورته د نورو هیوادونو سره د سیالیو برابرولو کوښښ کوي.

افغان کرکټ بورډ په خپله خپره کړي خبرپاڼه کې لیکلي،،

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د پرېکړې له مخې به په نږدې راتلونکې کې د ایمرجېنګ (له ۲۳کلنو کم عمره) لوبغاړو لوبډله رامنځته شي چې له جوړېدو سره سم به د یو شمېر بهرنیو هېوادونو له لوبډلو سره چې د کرکټ له ادارو سره یې په تړاو خبرې روانې دي؛ لوبې ترسره کړي،،

پر افغان کرکټ بورډ د کرکټ مینواله سختې نیوکې کوي او وایي، لا تراوسه افغان کرکټ بورډ په دې نه دی توانیدلی چې د ملي لوبډلې لپاره لوبې برابرې کړي نو د  ايمرجینګ لوبډله خو له پريګده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې