دلوبغاړو په اړهلیګونه

چوپړا: ډوهني به هغه تیروتنه ونه کړي کومه چې کوهلي وکړه

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې وتلې مشهور مبصر اکاش چوپړا د راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې کیپتان وېرات کوهلي باندې وروسته له هغې توندې نیوکې وکړې چې نوموړي د پنجاب پر وړاندې خرابې پریکړې وکړې چې له امله یې لوبډلې له پنجاب لوبډلې څخه ماتې وخوړه. 

خو له بل پلوه سږ کال راېل چلېنجرز بنګلور لوبډله په ۲۰۲۰ م کال ای پي ایل سیالیو کې ښه ځلیدلې او له ۸ لوبو څخه یې پنځه ګټلي دي چې د نمرو په جدول کې دریم مقام له ځانه سره لري. 

اکاش چوپړا د کوهلي پر هغې پریکړې کلکې څرګندونې وکړې چې نوموړي د ای بي ډویلیرز څخه ناسمه استفاده وکړه او نوموړي څخه چې څه ډول استفاده باید اخیستل شوې وه هغه ډول استفاده ور څخه وانخیستل شوه. 

د یادونې وړ ده چې نن به په آی پي ایل سیالیو کې په شارجه کریکټ لوبغالي کې ډهلي کپټلز له چینای سوپر کېنګز لوبډلې سره مخامخ شي. دا به د ای پي ایل سیالیو ۳۴ مه لوبه وي. 

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې