نړیوال کریکټ

ویسټ انډيز د نیوزلینډ پر وړاندي شل اوریزه او ټيسټ لوبو ته لوبډلې اعلان کړې

ټاکل شوې ویسټ انډيز کرکټ ملې لوبډله د دریېو شل اوریزه او دوو ټيسټ لوبو لپاره نیوزلینډ هیواد ته سفر وکړې.

د دې لوبو لپاره ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې خپل لوبغاړي انتخاب کړې.

د شل اوریزه لوبو لپاره د ویسټ اڼډیز لوبډله:

کیرن پولارډ لوبډلمشر، فیبیان الن ، ډوین براوو ، شیلډن کوټریل ، آنډي فلیچر ، شمرون هیټ مایر ، برانډن کینګ ، کایل مایرز ، روومن پاول ، کیمو پاول ، نیکولس پوران ، اوشان توماس ، هیډن والش جونر او کیسریک ویلیمز شامل لوبغاړي دي.

دا هغه ۱۴ لوبغاړي دي، چې د دریېو شل اوریزه لوبو لپاره به د نیوزلینډ کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندي لوبې ترسره کړي.

د ټیسټ لوبو لپاره لوبډله:

جیسن هولډر لوبډلمشر ، جرمین بلیک ووډ ، کریګ براټویټ ، ډیرن براوو ، شمار بروکس ، جان کمپبل ، روسټن چیس ، رحکیم کارنوال ، شین ډوریچ ، شینن ګابریل ، شمرون هیټ مایر ، چیمر هولډر ، الزارري جوزف ، کیمو پاول او کیمر راچ شامل لوبعاړي دي.

همدارنګه به بیا دا ۱۵ کسیزه لوبډله د نیوزلینډ پر وړاندي ټیسټ لوبې ترسره کړي.

 د دې ترڅنګ ذخیروي لوبغاړي:

 نکرومه بونر ، جوشو داسیلوا ، پریسټن مکسن ، شایین موسلي ، ریمون ریفر ، جېډن سیلز.

د یادو لوبو په لړ کې به لومړی د شل اوریزه لوبو لوبلړۍ او ورپسي په د ټيسټ لوبو لوبلړۍ ترسره شي.

لومړۍ شل اوریزه لوبه د نومبر میاشتې په ۲۷مه نیټه، دوهمه شل اوریزه لوبه د نومبر میاشتې په ۲۹مه نیټه او دریېمه شل اوریزه لوبه د همدې میاشتې په ۳۰مه نیټه ترسره کیږي.

له شل اوریزه لوبو ورسته دا دوه هیودونه د ټيسټ لوبو لړي ترسره کوي، چې لومړۍ ټیسټ لوبه د ډیسمبر میاشتې له ۳مې څخه تر ۷مې نیټي پوري ترسره کیږي او دوهمه ټیسټ لوبه یا د لوبلړۍ ورستۍ لوبه د ۱۱مې نیټي څخه بیا تر ۱۵مې نیټي پوري ترسره کیږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې