دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

عمرګل د کرکټ له هر ډول لوبو سره مخه ښه وکړه!

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې تیز توپ اچونکي عمر ګل د کرکټ له هر ډول لوبو سره د مخي ښې اعلان وکړ، او نور نه غواړي د کرکټ لوبه ترسره کړي.

عمر ګل ورورسته له هغه دا پریکړه کوي، چې لوبډله یې د پاکستان په ملې شل اوریزه لوبو کې ماتې وخوړه او ټورنمټ څخه اوټ شوه.

یاد لوبغاړي وروسته له رسنیو سره په مرکه کې وویل:

“دا زما لپاره ویاړ دی چې له شلو کلونو راهیسې په مختلفو کچو کې د خپل کلب ، ښار ، ولایت او هیواد نمایندګي کوم. ما له خپل کرکټ څخه په بشپړ ډول خوند واخیست ، چې ماته یې د سخت کار ، درناوي ، ژمنتیا او عزم ارزښتونه را زده کړل.”

د دې ترڅنګ هغه زیاته کړه:

“د دې سفر په جریان کې ، ما د ډیری خلکو سره د لیدو خوند واخیست چې چا له ما سره یې په یو ډول مرسته کړې او زما ملاتړ یې کړی. زه غواړم د دې ټولو خلکو او همدارنګه زما د ټیم له ملګرو څخه ډیره مننه وکم، چې زما ملاتړ یې کوي.’’

او په اخیره کې عمر ګل د ټولو هغو مینوالو څخه مننه وکړه، چې دته یې په هره برخه کې تشویق ورکوي او دده ملاتړ یې کوي.

۳۶ کلن ګل د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره ۴۷ ټيسټ، ۱۳۰ یو ورځنۍ او ۱۶۷ یې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي.

یاد لوبغاړي په ۴۷ ټیسټ لوبو کې ۱۶۳ ویکټي اخیستي دي، چې په یوه لوبه کې یې ښه تويوهنه د ۱۳۵ منډو په ورکولو سره د ۶ لوبغاړو سوځول دي.

د دې ترڅنګ یې څلور ویکټي ۱۲ ځله او پنځه ویکټي یې بیا څلور ځلي اخیستي دي.

عمرګل په ۱۳۰ یو روځنیو لوبو کې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره ۱۷۹ ویکټي اخیستي دي، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډيري ویکټي د ۴۲ منډو په ورکولو سره د شپږو لوبغاړو اوټ کول دي.

ګل په دې فارمټ کې څلور ویکټي ۴ ځلي او پنځه ویکټي یې ۲ ځلي اخیستي دي.

او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۲۲۲ ویکټي اخیستي دي، چې په یوه سیالي کې یې ښه توپوهنه د ۲۴ منډو په ورکولو سره د دشپږو لوبغاړي سوځول دي.

عمرګل د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره خپله لومړۍ نړیواله ټیسټ لوبه په ۲۰۰۳م کال کې د بنګله دیش کرکټ لوبډلې پر وړاندي ترسره کړه.

لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه یې هم په ۲۰۰۳م کال کې د زیمبابوی کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندي ترسره کړه.

او لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه یې بیا په ۲۰۰۷م کال کې د کینیا کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندي ترسره کړه.

عمرګل له ۲۰۱۶م کال راهیسی بیا د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره کومه رسمي لوبه نده ترسره کړی.

ګل پرون د جمعی په ورځ د کرکټ د هر ډول لوبو سره د مخي ښې اعلان وکړ.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې