لیګونه

د ډیولرز طوفاني توپوهنی بنګلور ته بایللی لوبه وګټل

په هندوستان غوره لیګ سیالیو کې د بنګلور لوبډلې پیاوړی توپوهونکی اي بي ډيولرز یو ځل بیا طوفاني توپوهنه ترسره کړه او بنګلور لوبډله یې بریا ته ورسوله.

نن ماپښین رویال چلنجر بنګلور د رویال راجیستان کرکټ ملې لوبډلې پروړاندي د میدان ډګر ته کښته شوه، چې بنګلور د اوو ویکټو په توپیر راجیستان ته ماتې ورکړه.

په ننۍ لوبه کې پچه د راجیستان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنی پریکړه وکړه، دې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د د ۶  لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۷ منډي وکړې او د بنګلور لوبډلې ته یې د ۱۷۸ منډو هدف وټاکی.

د یاد لوبډلې لپاره سټيون سمیت ۵۷ منډي، روبین اوتاپه۴۱ منډي او جوس بټلر بیا ۲۴ منډي وکړی.

په توپ اچونه کې د بنګلور لوبډلې ته کریس موریس ۴ او یوزندرا چاهال بیا دوه لوبغاړي وسوځول.

د دوهمې پاڼي د پیل سره سم بنګلور لوبډلې ډير ښه پیل وکړ دې لوبډلې په ۱۹،۴ اور کې د دریېو لوبغاړو په سوځېدو سره د راجیستان له لوري ورکړل شوې د د ۱۷۸ منډو هدف پوره کړه او په دې سره یې د اوو ویکټو په توپیر راجیستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د بنګلور لوبډلې ته ډيولرز ډيره ښه توپوهنه وکړه، یاد لوبغاړي په ۲۲ توپونو باندي ۵۵ ناسوځېدلي منډي وکړی او لوبډله یې بریا ته ورسوله.

ډیولرز په شپږو توپونو باندي پرلپسي شپږ شپږیزي هم ترسره کړی.

د دې ترڅنګ د یادې لوبډلې لپاره ویرات کوهلی۴۳ منډي او پاډيکال بیا ۳۵ منډي وکړی.

بل لوري ته په توپ اچونه کې د راجیستان لوبډلې ته راهول ټیواټيا، شیریس ګوپال او کارتیک تایګي یو-یو لوبغاړي وسوځول.

د ننۍ لوبې غوره لوبغاړي د بنګلور لوبډلې څخه ډیولرز وټاکل شو، چې د خپلي لوبډلې لپاره يې په ۲۲ توپونو باندي تیزي ۵۵ منډي وکړی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې