لیګونه

د ایون مورګن په لوبډلمشرۍ کې بیا هم کلکته له ماتې سره مخ شوه

د نړیوال جام اتل لوبډلمشر ایون مورګن په تیره لوبه کې د کلکتي نایټ رایډرز لوبډلې لوبډلمشر وو، خو بیا هم ونه توانېد چې لوبډله بریا ته ورسوي.

د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې تیر ماښام کلکته نایټ رایډرز لوبډله د ممبی انډینز کرکت ملې لوبډلې پر وړاندي د میدان ډګر ته کښته شوه، چې ممبی د اتو ویکټو په توپیر کلکتی ته ماتې ورکړه.

په پرونۍ لوبه کې لومړی توپوهنه د کلکتی لوبډلې وکړه، دې لوبډلې په ټاکلو شلو اورنو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۸ منډي وکړې او د ممبی لوبډلې ته یې د ۱۴۹ منډو هدف وټاکې.

د دوهمې پاڼي له پیل سره سم د ممبی لوبډلې ډیر ښه پیل وکړ د یادې لوبډلې لپاره د پیل لوبغاړي لوبډلمشر روهیت شرما او کویټن ډیکاک راغله او ډیر ښه پیل یې وکړ.

روهیت شرما ۳۵ منډي او کویټن ډیکاک بیا ۷۸ ناسوځېدلي منډي وکړې او لوبډله یې بیریا ته ورسوله.

ممبی لوبډلې د کلکلتی له لوري ورکړل شوې د ۱۴۹ منډو هدف په ۱۷ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې کلکتی ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د پرونۍ لوبې غوره لوبغاړی د ممبی لوبډلې څخه کویټن ډیکاک وټاکل شو، چې د خپلي لوبډلې لپاره یې په ۴۴ توپونو باندي ۷۸ ناسوځېدلي منډي وکړې او لوبډله یې بریا ته ورسول.

په دې بریا سره ممبی لوبډله اوس د ۱۲ نمرو په درلودلو سره د جدول په سر کې ځای لري.

دې لوبډلې اته لوبې ترسره کړيدي، چې له ډلي یې شپږ ګټلي او دوې یې بیا بایللي دي.

همدرانګه کلکته لوبډله بیا د اتو نمرو په درلودلو سره د جدول په څلورم ځای کې شتون لري.

یادې لوبډلې هم اته لوبې ترسره کړيدي، چې څلور یې بایللی خو څلور یې بیا ګټلي دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې