نړیوال کریکټ

هندوستان لوبډله به په ډیسمبر میاشت کې د لوبو لپاره اسټرالیا ته سفر وکړی

ټاکل شوې د هندوستان کرکټ ملې لوبډله په ډيسمبر میاشت کې د شل اوریزه، یو ورځنیو او ټیسټ لوبو لپاره اسټرالیا هیواد ته سفر وکړي.

په دې لوبو کې به لومړی د شل اوریزه لوبو لړي، ورپسي دټيسټ لوبو لړي او په اخیره کې به د ټيسټ لولو لوبلړي ترسره شي.

د راپورنو پر اساس لومړي لوبلړي به د ډيسمبر له ۱۷ مې تر ۲۱مې په اډلایټ کې، دوهمه لوبلړي د ډیسمبر له ۲۶مې تر ۳۰مې په سډني کې او دریېمه لوبلړي به له د جنوري له ۱۷مې تر ۱۱مې او د ۱۵مې تر ۱۹مې نیټي پوري ترسره کړي.

د اسټرالیا کرکټ بورډ پر وینا موږ سل په سله کې باوری یو، چې هندوستان به د یادو سیالیو لپاره اسټرالیا ته سفر وکړي.

د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې ځيني لوبغاړي اوس په هندوستان غوره لیک سیالیو کې د بیلابیلو لوبډلو سره لوبیږي.

پخوانی کپتان سټیون سمیټ ، اوپنر لوبغاړی ډیویډ وارنر، تیز بالر کمینز ، جوش هزلی ووډ او جیمز پیټسن اوس مهال د متحده اماراتو په ۱۳م پړاو اې پی ایل کې لوبیږي.

اې پی ایل لوبې چې د نومبر میاشتې په ۱۰مه نیټه پای ته رسیږي له هغه ورسته به د ډیسمبر میاشتې په ۱۷مه نیټه د اسټرالیا او هندوستان کرکټ ملې لوبډلې ترمنځ لوبې ترسره شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې