دلوبغاړو په اړه

کرېس ګېل د ار سي بي خلاف لوبې ته د چمتووالي اشاره وکړه

د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې افسانوې او بریدګر توپ وهوونکی کرېس ګېل چې ټپي وه او له امله یې له سیالیو څخه کیښنول شوی وه، اوس تازه یې د ار سي بي یا بنګلور چلېنجرز لوبډلې پر وړاندې لوبې ته د چمتووالي خبر ورکړی دی.

ګیل په یو شمېر تجارتي لیګونو کې لوبيدلی دی خو د هغه ډیری مینه وال غواړي چې نوموړی په هند سوداګرېزو کریکټ سیالیو کې ووینې او د هغه له بریدګري توپ وهنې څخه خوند واخلي. ګیل په کریکټ کې یو له بې څارو او ځانګړو لوبغاړو څخه وه.

نوموړي د خبرو پر مهال اشاره وکړه چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به خپله لومړۍ لوبه د ار سي بي یا روېال چلېنرز بنګلور لوبډلې پر وړاندې ترسره کړې. له نوموړي د ښيې لوبې تمه کېږي.

ګیل خپل روغتیایي حالت د ډاډ وړ او د پام وړ څرګند کړی دی. نوموړي زیاته کړه چې د خواړو په مسمومیت کې یې اوس روغتیا ښه ده او د پخوا په پرتله پکې ډېر ځله د ښه والي نښې نښانې موندل شوي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې