دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

روي شستري : ای بي ډي ویلیرز باید بیرته نړیوال کرکټ ته راستون شي او د خپلې لوبډلې ملاتړ وکړي

د هندوستان پخوانی کرکټر او په اوسني وخت کې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې روي شستري ویلي، ای بي ډي ویلیرز باید بیرته نړیوال کرکټ ته راستون شي او د خپلې لوبډلې سره په دې سخت وخت کې ملتیا وکړي، ای بي د نړۍ مشهور لوبغاړی او په هر اساس وخت کې د هر ډول توپ اچونکو پر وړاندې ښکلي لوبه کولای شي،،

جنوبي افریقا کرکټ بورډ‌ هم هڅه کوي چې ای بي بیرته نړیوال کرکټ ته راستون کړي خو لاتراوسه پورې یې د راتګ مکمل معلومات نه دې شوې چې نوموړی به راتلونکی کال نړیوال شل اوریزه جام ولوبوي او کنه؟

ډي ویلیرز د هندوستان په آی پي ایل لوبو کې د بنګلور لوبډلې لپاره لوبیدونکی لوبغاړی دی او تیر ماښام یې د کلکته نایټ رایډرز پر وړاندې بهترینه لوبه نندارې ته وکړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې