افغانستان کریکټلیګونه

د میلیون جام په اړه د افغان کرکټ بورډ توند غبرګون

د میلیون جام پر سر د افغان کرکټ بورډ او موبي ګروپ ترمنځ خبرې تودي شوې، د افغانستان د کرکټ بورډ رییس په یو بیان کې ویلي، چې میلیون جام ته یې تراوسه هیڅ کومه تګلاره نه ده جوړه کړی،نوموړی زیاتوې هغه شیانو ته ډېر فکرکوي چې د لوبغاړو ارزښت پکې خوندي وساتل شي.

بل پلوه د فرهان یوسفزي سیال د موبي ګروپ مشر سعد محسني، ویلي لیګ به ترسره کیږي او هیڅ شي به یې پر وړاندې خنډ جوړ نشي، زمونږ هدف یوازي په هیواد کرکټ ته پرمختګ ورکول دي.

د یادولو ده چې موبي ګروپ پرون ورځ د دې لیګ تړون لاسلیک کړ، دا لیګ د خوست په ولایت کې ترسره کیږي چې د کرکټ مینوال یې د تلویزون څخه په ژوندۍ بڼه هم ننداره کولاې شي، لاتراوسه معلومه نده چې افغان کرکټ بورډ د موبي ګروپ پروړاندې خپل دريځ همداسي جاري وساتي او کنه؟

د دې لیګ پنځم پړاو د نومبر میاشتې په اوله اونۍ کې پیلیږي.چې پکې د سنرازیرز سپین غر، کابل زلمي، تېرا ډیفنډرز، پامیر رایډرز،اباسین هیروز ، میوند رنجرز،او کپیټل کینګز، لوبډلې شاملي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې