نړیوال کریکټ

د آی سي سي رهبرۍ ته د بي سي سي ای مشر سوراف ګنګولي هم نوماند دی

د کریکټ نړیوالې شورا چې د نوي رئیس د ټاکل کېدو پروسه پیل کړې ده او تمه ده چې دا پروسه به د راتلونکي دسمبر میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې دوام وکړي. نو په ورته مهال د هند کریکټ بورډ کنټرول ادارې (بي سي سي ای) مشر سوراف ګنګولي هم خپل ځان کاندید کړی دی.

د کریکټ نړیوالې شورا له لوري په یو خپور شوي بیان کې داسې راغلي دي: ((د نوي رئیس د ګمارل کېدو پروسه پیل شوي ده او په پای کې به د آی سي سي د څار کمیټې له لوري وڅارل شي. او په احتمالي ډول به لومړۍ مرحله پایته ورسوي.))

د آی سي سي یا د کریکټ نړیوالې ادارې دغه څوکۍ وروسته له هغې خالي شوه چې د یادې کمیټې پخواني مشر ششانک منوهر په تیرې جولای میاشت له خپلې دندې استعفا اعلان وکړ، چې اوس مهال د سینګاپور عمران خواجه د دغې څوکۍ لنډمهاله رئیس دی.

د کریکټ نړیوالې کمیټې ته د رئیس په توګه یو شمېر مسلکي کسانو نوملیکنه کړې ده، چې په پای کې به ور څخه یواځې یو تن دغه څوکۍ ترلاسه کړې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې