دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بابراعظم په شل اوریزه لوبو د ۲۰۲۰ کال تر ټولو مخکښ توپوهونکی دي

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی توپوهونکی او لوبډلمشر بابراعظم تر دې دمه پوري په روان ۲۰۲۰م کال کې په شل اوریزه لوبو کې تر ټولو توپوهونکو ډیري منډي کړي دي.

یاد لوبغاړی په ۲۵ شل اوریزه لوبو کې ۹۴۲ منډي کړې دي، چې په ۲۰۲۰م کال کې بل لوبغاړي تر اوسه دومره منډي ندي ترسره کړي.

بابر اعظم د ۲۰۲۰م کال په شل اوریزه لوبو کې په ۲۵ لوبو کې د ۹۴۲ منډو په کولو سره د جدول په سر کې شتون لري، چې په یوه لوبه کې یې ښه توپوهنه د ۱۱۴ منډو ده په دې منډو کې یې یوه سلیزه او اته یې بیا پنځوسیزي وهلي دي.

د دې ترڅنګ په دوهم ځای کې بیا د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړی الیکس هیلز شتون لري، چې په ۳۰ لوبو کې یې ۸۹۵ منډي کړې، په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډیري منډي ۸۵ دي، چې پکې اووه پنځوسیزي شاملي دي.

همدارنګه په دریېم ځای کې د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې الراونډر لوبغاړی مارکیوس سټونس وجود لري، چې په ۲۳ لوبو کې یې ۸۰۹ منډي کړې، په یوه لوبه کې یې ښه توپوهنه د ۱۴۷ ناسوځېدولو منډو ده.

سټونس په دې لوبو کې اووه پنځوسیزي او یوه یې بیا سلیزي وهلی ده.

د یاد جدول په څلورم ځای کې د نیوزلینډ کرکټ ملې لوبډلې توپوهونکی کولېن منرو شتون لري.

ده په ۲۷ لوبو کې ۷۸۷ منډي کړی، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډيري منډي ۸۷ دي، چې په دې کې اته پنځوسیزي شاملي دي خو کومه سلیزه یې نده وهلی.

او د جدول په پنځم ځای کې د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی توپوهنکی کیل راهولو شتون لري، چې په ۱۵ لوبو کې یې ۷۱۰ منډي کړي دي، په یوه لوبه کې یې ښه توپوهنه د ۱۳۲ ناسوځېدولو منډو ده.

راهول په یادو منډو کې یوه سلیزه او شپږ یې بیا پنځوسیزي وهلي دي.

دا پنځه هغه توپوهونکی دي، چې په د ۲۰۲۰م کال کې یې په شل اوریزه لوبو کې تر دې دمه پوري ډیري منډي کړي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې