افغانستان کریکټولایتي سیالۍ

امو لوبډلې نن د شرف الدین اشرف د غوره توپ اچونې پرمټ بریا ترلاسه کړه

د غازي امان الله د لیسټ اې سیالیو په لړ کې نن پنځه لوبه د امو او میس عینک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په یاده لوبه کې ټاس امو لوبډلې وګټه او د توپ وهنې بلنه یې میس عینک لوبډلې ته ورکړه.

میس عینک لوبډلې ټاکلي پنځوس اورنه ونشو لوبولی او خپله ټوله لوبډله یې په ۱۴۹ منډو کې له لاسه ورکړه، د امولپاره په توپ اچونه کې شرف الدین اشرف ترنورو زیاتې پنځه ویکټې واخیستې.

د میس عینک ورکړل شوی هدف امو لوبډلې د لوبې په ۳۳م اور کې پوره کړ او د غازي امان الله خان د لیسټ اې سیالیو په پنځمه لوبه کې یې بریا ترلاسه کړ.

تراوسه د غازي امان الله خان سیالیو په لړ کې بند امیر لومړی امو لوبډله په دوهم میس عینک په دريم سپین غر په څلورم، او بوسټ لوبډله بیا د دې سیالیو وروستي ځای کې قرار لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې