لیګونهنړیوال کریکټ

کلکتې لوبډلې د بنګلور لوبډلې څخه سخته ماته وخوړه

د هندوستان په تجارتي آی پي ایل لیګ کې بیګا شپه ۲۸ لوبه هم ترسره شوه،یاده لوبه د کلکتې او بنګلور لوبډلې ترمنځ وه، په دې لوبه کې ټاس بنګلور لوبډلې وګټه او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، دوی په ټاکلي شل اورونو کې ۱۹۴ منډې جوړي کړي چې پکې، ای بي ډي ویلیرز، ۷۳ ترنورو زیاتې منډې ترلاسه کړلي.

د بنګلور لوبډلې ورکړل شوی هدف کلکتې لوبډلې ترلاسه نشو کړی او سیالي یي د ۸۲ منډو په توپير وبایلله،د دې لوبې غوره لوبغاړی ای بي ډي ویليرزشو.

د دې لیګ په روان بهیر کې به نن ماښام شپږ بجې او ۳۰ دقيقي چینای لوبډله د سنریزر حیدر اباد لوبډلې پر وړاندې خپل بخت وازمایي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې