دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

ناصر جمشید له انګلستانه پاکستان ته شړل کیږي

د پاکستاني ناصر جمشید د بند نېټه په پوره کیدو ده، هغه اوس په انګلستان هیواد کې د خپلو کړنو سزا ګوري نوموړی ۱۷ میاشتې په دې اساس بندي شو چې د پاکستان هیواد په سوپر لیګ او همداشان یې د بنګله دیش په کورني لیګ کې د میچ په  فيکسينګ او نورو درغلیانوکې لاس درلود

نوموړي په لومړي سر کې خپل جرمونه نه منل خو د شواهدو وروسته په خپلو ټولوجرمونوقانع شو.

نوموړی د روانې میاشتې په ۲۲ نيټه له یاد بند څخه ازادیږي او د ازادیدو سره به سم پاکستان هیواد ته رالیږل کیږي.

د انګلستان هیواد د قانون له مخې هر بهرنی کس د ۱۲ میاشتو څخه په زیات بند چې محکوم شي بیا له دې هیواد څخه کډه کیږي، او خپل هیواد ته لیږل کیږي.

ناصر جمشید له سمارا افضل سره واده کړی و سمارا په انګلستان هیواد کې زیږدلی او هملته غټه شوی وه، جمشید هم په انګلستان هیواد کې و او نوموړی هملته د یوې انګلستانۍ محکمي لخوا په ۱۷ میاشتې بند محکوم شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې